ایکناخبری آژانس د EU Observer له قوله راپور راکړ،له هغه وروستي ځله چې د اروپائي اتحادئې کمیشن ،د مسلمانانو په ضد له نفرت خورونې سره د مبارزې غږملونکی مسئول نه دی منصوب کړی،څه دپاسه یو کال ئې تیریږي، دغه غږملونکي له چارواکو پوهنتونوالو سره سمینارونه اداره کول او د راپورونو په لیکلو کې ئې مشارکت کوّه.
د اروپائي اتحادئې دیوه لوړپوړي او ډير فعال چارواکي کاترینا فون شنوربینّ (Katherina von Schnurbein)، په رهبرۍ له یهودي ټولنو څخه د اروپائي اتحادئې د کمیشن ملاتړهماغه شان ترسره کیږی.د د فنلینډ د باسکټبال پخواني سټار میشلا موا موآ (Michaela Moua)په وسیله هم د توکمپرستۍ په ضد دفتر اداره کیږي،داپه داسې حال کې دي چې د مسلمانانو په ضد له نفرت خورونې سره دمبارزې څوکۍ،د ۲۰۲۱کال له جون څخه تر دې دمه خالی پاتې ده او داسې ښکاري ،د اروپائي اتحادئې کمیشن ئې د ډکولو لپاره هیڅ بیړه نه لري.
د اروپائي اتحادئې د کمیشن یوه ویندوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل، کیمشن ددغې دندې د سپارلو د رودو په ارونې لګیا دی څو ډاډمن شي چې دغه کار به په اغیزشیندونکي انداز سره ترسره شي. کمیشن له ده کار سره اړونده داخلی بهیر پیل کړیدی او اوس هم دوام لري.
داپه داسئې حال کې دي چې د اروپائي ا تحادئې کمیشن ټينګار کړی دی چې دځانګړي استازي نه منصوبیدا په دې معنا نهدی چې د کمیشن چاروکي دمسلمانانو په ضد له نفرت خورونې سره مبارزه نه کوي.
له درستې اروپا ۴۱غیر حکومتي تنظیمونو او ادارو په جون میاشت کې په یوه پرانیستي لیک کې اعلان کړی دی،چې د اروپائي اتحادئې موسیسې،په اروپا کې د مسلمانو لږکیو په ضد پراخ جوړښتي او اورګاني توپيرونو باندې د جدي غور په نه کولو کې مخینه لري. دوي همداراز د اروپائي اتحادئې د مسلمانانو په ضد له نفرت خورونې سره د مبارزې د دفتر خالی کیدا ته اشاره کړې ده.
فرانسه چې دد ۲۰۲۲کال لومړۍ نیمائۍلپاره ئې د اروپائي اتحادئې مشري په غاړه درلوده،په اروپا کې ئې د یوه واقعي ګواښ په توګه له اسلامه د ویرولو د پروسې د په رسمیّت پيژندنې لپاره هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی.